د اسلام د خوږ پېغمبر حضرت محمد ص د مېلاد ورځ ولمانځل سوه


د پاكستان په ډېرى لويو او وړ ښارونو كې د اسلام د خوږ پېغمبر حضرت محمد ص د

مېلاد ورځ ولمانځل سوه.

حبيب الرحمن تاثير

كه څه هم په دغه هيواد كې د پاكستاني امنيتي سرتېرو له لوري د كومي بدې پېښې د مخنيوي په موخه سخت تدابير نيول سوي وو، خو بيا هم خلګ ډلې ډلې ښارونو ته تلل او د مذهي خلګو په جلسو او جلوسونو كې يې برخه اخيسته.

كه يوې خواته په جلسو او جلوسونو كې  د حضرت محمد ص په اړه ويناوې وسوې او هغه يې د نړۍ ټولو ستر انسان ثابت كړ خو له دې پرته نن د جمعې په ورځ هم واعظانو په مسجدونو كې د هغه د رسالت او پېغمبرۍ په اړه واعظونه وكړل.

واعظآنو د حضرت محمد ص د ژوند په بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او له خلګو څخه يې غوښتنه وكړه چې دوى دي هم د دغه پېغمبر په قدم قدم كښېږدي او د هغه لاره اختيار كړي، په دغه هيواد كې خلګو له جلسو او جلوسونو څخه پرته ډېرى خيراتونه هم وكړل او د قران شريف د ختمونو مجاليس يې هم ترتيب كړي وو، چې په كې د سړو ترڅنګ ښځو او ماشومانو هم په زيات شمېر سره برخه اخيستې وه.

پاكستاني رسنيو تر بل هرڅه زياته توجه د حضرت پېغمبر ص په اړه د جوړو سويو غونډو او محفلونو وخواته اړولې وه، وخت په وخت يې د هغه حديث شريفونه خپرول او د نورو پروګرامونو پر ځآى يې نعتونو ته زياته پاملرنه اړولې وه، دولتي نيم دولتي عمارتونه په ګلانو او برېښنايي څراغونو ښايسته سوي ول

حبيب الرحمن تاثير، كوټه

د دولت له لوري د عامي رخصتۍ اعلان سوى وو، چې ماركېټونه، دوكانونه، كارخانې او ټول كاروباري مراكز هم په بشپړه توګه تړل سوي وو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: