طالبانو په ۶ میاشتو کې یوولس سوه افغان امنیتي ځواکونه وژلي


د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې چې د ناټو پوځیان د جګړې له میدانه شاته شوي او افغان ملي اردو او ملي پولیس یې پرې ایښي چې د طالبانو پرضد جګړه وکړي، یوولس سوه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامند اعتراف وکړ چې په تېر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات دوه برابره شوي او دغه راز د اردو له لیکو څخه د عسکرو تېښته تر پخوا ډېره شوې ده.

ګارډین وايي چې په دې اړه په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف پټ مالومات د بریتانیا دفاع وزارت ته ورکړي وو څو دفاع وزیر هامند او برید جنرال ریچارد بارونز د پارلمان د غړیو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره له هغو مرسته واخلي.

هامند د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: شواهد ښيي چې ډېر زیات شوي دي.«له کله چې افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو مشري په غاړه اخیستې ده، د دوی تلفات خورا زیات شوي دي، ممکن په تېر یوه کال کې دوه برابره شوي وي.»

اوس افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د اتیا فیصده نفوس ساتنه په خپله کوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د نوي فیصده خاورې دفاع په غاړه واخلي.

افغان چارواکي تل لوېدیځې رسنۍ او چارواکي په دې تورنوي چې هڅه کوي افغان امنیتي ځواکونه کمزوري وښيي څو په امنیتي موافقه کې پر افغانستان خپل شرطونه وتپي.

د بریتانیا دفاع وزیر وویل، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې لوی ګوزار د سړک د غاړې له بمي چاودنو څخه خوړلی دی.

د ده په وینا افغان امنیتي ځواکونه هغسي لوژیستیکي او طبي ملاتړ نه لري چې لوېدیځ پوځیان یې لري او له همدې کبله د دوی تلفات زیات دي.

ده همداراز وویل:« په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو حملې زیاتې شوي او دوی ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي. شاوخوا ۱۱۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي. دا مهمه مسله ده، خو له دې سره سره افغانان د افغانانو وړتیا مخ په زیاتېدو ده.»

ده د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د وتونکو شمېر هم تر توقع زیات وباله.

افغان عسکر د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته کولی شي چې قرارداد تمدید نه کړي.

د ناټو او د افغانستان د حکومت له توقع سره سم یو اعشاریه شپږ عسکر باید قرارداد تمدید نه کړي خو اوس تر دې زیات کسان قرارداد نه تمدیدوي.

د بریتانیا دفاع وزیر په عین حال کې دا نظر رد کړ چې د افغان ځواکونو د تلفاتو له زیاتېدو سره طالبان غښتلي شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: