په غازي امان الله خان مینه کې زر بستره روغتون او اسلامي مرکز جوړېږي


د ننګرهار تر ټولو په مدرن ښارګی(غازي امان الله خان) کې زر بستره روغتون او یو لوی اسلامي مرکز جوړېږي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی وايي چې د اسلامي زده کړو مرکز به، چې په غازي امان الله خان مینه مې جوړېږي، د مصر د ازهر په معیار او سویې برابر وي.

دې اسلامي مرکز ته نژدې به زر بستره روغتون هم ودان شي.

په ننګرهار کې، چې شاوخوا درې نیم ملیونه نفوس لري او د شاوخوا ولایتونو لکه کونړ او نورستان ناروغان هم ورته مراجعه کوي، معیاري روغتون نشته او د ناروغانو شمیر دومره زیات دی چې د بستر کېدو لپاره ځای نه لري.

د غازي امان الله خان مینه په وروستیو لسو کلونو کې په جوړو شویو ښارګیو کې تر ټولو مدرن بلل کېږي او د ځینو راپورونو له مخې په دې ښارګي کې د سلګونو ملیون ډالرو پانګونه شوې ده.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: