په زابل کې دري ماين ښخونکي ووژل سول


د کورنيو چارو وزارت وايي، په کندهار ولايت کې يو ځانمرګى بريدګر تر چاودنې وروسته په ټپي حالت کې د پوليسو له خوا نيول سوى دى.

د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تيره ورځ تر غرمې وروسته د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې رامنځته سوې ده.

سرچينې زياته کړې، يوه ځانمرګي بريدګر، چې پر خپل بايسکل يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو، غوښتل پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې چاودېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په چاودنه کې بريدګر ټپي او د پوليسو له خوا نيول سوى او تر پوښتنو لاندې دى.

د کورنيو چارو وزارت دا هم ويلي، چې پرون مازديګر د زابل د مرکز کلات ښار اړوند سيمه کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل سوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: