بینوا ویب پاڼه وايي: طالبانو په غزني کې يولس پاڅونوال مسموم کړل


د غزني ولايت ولسي پاڅون کوونکي وايي، چې وسله والو طالبانو يې يولس تنه پاڅونوال، مسموم کړي دي. د غزني ولايت د پاڅونوالو مشر لطف الله کامران بينوا ته وويل، چې وسله والو طالبانو دوې شپې وړاندې د غزني په کنصف سيمه کې د پاڅونوالو په يوه مرکز کې زهري مواد شيندلي دي او يولس تنه يې مسموم کړي دي. ده زياته کړه، چې دغه مسموم شوي کسان په همغه شپه د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي او دا مهال يې روغتيايي حالت ښه دی. د غزني ولايت د ملکي روغتون چارواکي هم د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، چې دوې شپې مخکې اته تنه مسموم شوي کسان دغه روغتون ته د درملنې لپاره ور وړل شوي دي، چې په همغه شپه بېرته له روغتون څخه رخصت شوي دي. خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

1 Comment (+add yours?)

  1. پښتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون
    Feb 06, 2013 @ 14:36:59

    خلکو پوه شۍ چې دا د طالبانو کارونه دي. طالبان په د پسې نه ګرځي چې دوی د خلکو په زړو کې ښه ځای لری او که بد…مخصد چې یو خای ولري او که ونلري نو هغه به هم د ویره په لار ځان ته د خلکو په زړو کې ځای پیدا کړي. طالبان یواخې پر خپل مخصد بسې کرخي او بس.

    طالبانو، پوه شۍ چې که تاسو خره انسان نشي، مونږ، د ستاسو خپل پښتانه به مو د ځمکې زړه ته ولیږو. بس دي دا ظلمونه مو. یا راسره یو شۍ چې زمومږ خوریدلي ټول افغان خلکو او افغانې خاورې ته سوله راولو او یا مو ځان ماکامي ته تیار کړۍ.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: