په مکسیکو کژ یوژ ۹ کانژ جنی اولاد زیږیدلۍ


د مکسیکو چارواکي وايي چې ددغه هیواد په لویدیز ایالت جلیسکو کې په یوه نادره پيښه کې یوې نهه کلنې نجلۍ ماشوم زیږولی او دوي اوس د نوي زیږیدلي ماشوم د پلار په لټه کې دي.

د دوي په خبره چې د ډیفني په نوم دغې نجلۍ د جنوري د میاشتي په ۲۷ مه نیټه یو بله نجلۍ چې ۲.۷ کیلوګرامه وزن او ۵۰ سانتي متره غټوالي لري په روغتون کې د عملیاتو په ترڅ کې نړۍ ته راوړه. د دغه روغتون یوه ډاکتر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې حامله نجلۍ مخکې د ډاکترانو تر نظر لاندي نه و او هغه وخت روغتون ته ورسول شوه چې د ولادت دردونه ورته پيدا شوي و.

د روغتون ډاکترانو ویلي چې مور او لور له روغتون څخه د رخصتیدو په وخت کې ښه روغتیايي حالت درلود او وروسته به هم د دوي له لوري په دقیق ډول وڅارل شي ځکه د مور ډيره کم عمره ده.

د ډیفني مور رسنیو ته ویلي لور یې اته کلنه وه چې حامله شوه او هغه اولس کلن هلک چې د ډيفني ملګری و او له هغې سره یې جنسي اړیکي درلودي اوس نادرکه دي.

د جلیسکو ایالت د پلټنو دفتر رسنیو ته ویلي چې د دغه اولس کلن هلک په لټه کې دي تر څو معلومه کړي چې پر نهه کلنۍ نجلۍ جنسي تیر شوی او که څنګه؟ خو د روغتون چارواکي وايي چې ډیفني (نجلۍ) منلې چې له خپل اولس کلن ملګري سره یې په خپله خوښه جنسي اړیکي درلودې.

د مکسیکو د روغتیا وزارت وايي چې هر کال په دغه هیواد کې تر ۴۸۰ زره پوري داسي نجونې چې له ۱۴ تر ۱۸ کلونو پوري عمر لري ماشومان نړۍ ته راوړي او په استثنايي توګه ځیني وخت ۱۰- ۱۲ کلنې نجوني هم میندي شي.

روغتیايي مسوولین وایي چې تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې د ماشوم زیږول د میندو لپاره خطر لري او دغه خطر هغه وخت لا نور هم زیاتیږي کله چې د مور عمر تر ۱۵ کلونو کم شي، خو په نهه کلنۍ کې د یوې نجلۍ مور کیدل له عجایبو څخه شمیرل کیږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: