ايساف:طالب قومندان ملا عبدالباقي يې وژلى دى


د ايساف له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې د سهيل په کندهار ولايت کې يې يو تن طالب قومندان وژلى دى.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي چې دغه طالب قومندان يې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د هوايې بريد پر مهال وژلى دى.484884_527862073902069_1572823609_n

په دي خبرپاڼه کې زياته سوي ده چې وژل سوى طالب قومندان ملا عبدالباقي نوميدى او په سيمه کې زيات فعال وو.

د ايساف په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالباقي په اروزګان، هلمند او کندهار ولايتونو کې فعال وو او تل يې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو په وړاندي فعاليتونه تر سره کول.

د خبرپاڼي د څرګندونو له مخي چې ملا عبدالباقي پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو ډېر داسې بريدونه تر سره کول چې ډېر به پېچلي او تاکتيکي ول.

که څه هم تر اوسه پوري وسله والو طالبانو ددي طالب قومندان په اړه څه نه دي ويلي ولي د کندهار په بېلا بېلو سيمو کې يې د بريدونو پر مهال کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلي اوښتو ادعاوي کړي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: