د کندهار په پنجوايې کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته


IMG_2545

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د افغان محلي پوليسو په عملياتو کي درې تنه وسلوال طالبان وژل سوي او يو بل زخمي سوى دى.

د کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه درې تنه نن غرمه د يادي سوي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمي د شهيدانو په کلي کي هغه مهال ووژل سول کله چي يې څلور کسيزه ډله د محلي پوليسو پر کمين ور برابره سوه.

په دغه ډېره لنډکۍ جګړه کي افغان محلي پوليسو او د سيمي ځايي وګړو ته کوم ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى خو پکښي د دريو مخالفينو د وژني ترڅنګ يو بل تن ژوبل سوى هم دى.

خبرپاڼه ليکي تر جګړې وروسته په تصفيوي عملياتو کي دوه موټر سايکلونه، ٢ ميله کلاشنکوفونه، لاسي بمونه، يوه مخابره، يو ميل توپنچه او څه اندازه ثانيه سوز لين هم د پوليسو لاسته ورغلى دى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: