راستنه شوې کډوال:موږ د خپل حق غوښتونکي يو


pic

د  ننګرهاردمرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې په شيخ مصرې ښارګوټي کې ميشتو بيرته راستنيدونکو کډوالو لاريون ترسره کړ ،

دغه لاريون کوونکو چې شمير ېې سلګونه تنو ته رسيده شعار ورکاوه( موږ د خپل حق غوښتونکي يو)

 لاريون کوونکو له افغان دولت دميشته کيدو د ځاى د ورکړې او دخپلوژمنو دترسره کيدو غوښتنه کوله.

د ننګرهار د کډوالو چارو  رئيس غلام محمد فقيرزي وايې دوي په راتلونکې کې په پلان  کې لرې ، چې يو نوې ښارګوټې جوړ کړې ، نو دوې به په هغه ښارګوټي کې دوې ته د هستوګنې لپاره يوه يوه نمره ځمکه ورکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزې هم ورته څرګندونې کوې او وايې چې ياده سيمه د ننګرهار د کانال رياست اړوند ځمکه ده او هغوې چې هر پلان لري هغه به په کې عملي کوي.

د څو کالونو را په دې يخوا له هغه مهاله چې هېواد ته د افغان کډوالو د بيرته  راستندو   زمينه برابره شوې  په ننګرهار ولايت کې ګدوالو ته د ځمکو د ويش پر سر ناند رۍ راپورته شوي . دا چې سيمه يزه چاروکي  دغه خلکو ته د نمري د ورکړي خبره کوي  ، دا چې دوې به دغې ژمنې ته ژمن پاتې شي او کنه ؟ دا هغه پوښتنه ده ، چې راتلونکي وخت به يې ځواب کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: