په كال كې تر اوولس زره زياتې مېرمنې له كورونو تښتېدلې دي


images (1)

د يوه نادولتي اورګان د راپور په اساس چې وايي: په پاكستان كې د پېغلو، نجنو او ځوانو ښځو د تښتېدو پېښې زياتې سوې دي، په راپور ويل سوي دي چې: په يوه كال كې د هيواد له بېلا بېلو سيمو څخه له خپلو كورونو اوولس زره دوه سوه يوويشت پېغلې، نجونې او ښځې تښتېدلې دي.

په راپور كې وړاندې راغلي دي چې په دغه تښتېدلو ښځو كې څلور زره يې مېړوښي او يو زر يې د ښوونځيو زدكوونكې هم دي او پاته نورې هغه يې پېغلې دي.

په راپور كې راغلي دي چې د جنوري د مياشتې له لومړۍ نېټې دوه زره دولسم كال څخه بيا د جنوري تر پنځه ويشتم نېټې كال دوه زره ديارلسم پورې ياده شمېره مېرمنې تښتېدلې دي، د دغه ارګان د سروې په اساس دغه ټولې تېښتې د موبايل فون له بركته رامنځ ته سوې دي.

راپور زياتوي چې: په دغه مېرمنو كې پنځلس زره يو سل پنځه ويشت يې داسي دي چې له خپل اشنا سره په موبايلي اړيكيو څخه وروسته تښتېدلې دي.

په راپور كې دا هم ويل سوي دي چې: ميندې او پلرونه له خپلو لوڼو څخه دا پوښتنه نه كوي چې ايا دا قيمتي موبايلونه يې له كومه كړي دي او دا چې ورته د دومره زياتو خبرو پيسې څوك وركوي او دا چې ميندې او پلرونه په دغه نجنو باندې خبر وي خو د دې په ځآى چې منع يې كړي بلكې هيڅ هم نه ورته وايي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: