محور ورځپاڼه: په کونړ کې د پولیو واکسین ته ورپېښ ګواښ


د کونړ روغتیایي چارواکي وایي، په سرحدي ولسوالیو کې یوه نا پېژندل شوې ډله د پولیو ضد واکسین مخالفت کوي، چې نه طالبان دي او نه هم دولتي تړاو لري.

د کونړ د عامې روغتیا د رییس په وینا په سرحدي ولسوالیو او لرې پرتو کلیو کې له ۱۵۰۰۰ ډېر هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له پولیو واکسين پاتې دي. تېر کال رسنیو خبر ورکړی و، چې په کونړ کې د پولیو ۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ځایي خبریالانو محور ورځپاڼې ته ویلي، تېره میاشت طالبانو په ګنبیر، کټارکلي، هزار باغ، کرونګ او چپه دره کې شپې پاڼې خپرې کړې، چې په کې یې لیکلي:(( د پولیو ضد واکسین د نړیوالو یوه توطیه ده، چې مسلمان نسل ختموي، ماشومان مو د واکسین له څاڅکو وساتئ، که څوک له دې امر سرغړونه کوي، کورونه به یې وسوځوو.))

پر طالبانو سربېره یوه بله ډله چې نه له ولایتي ادارې سره تړاو لري او نه هم په طالبانو کې ده، هڅه کوي، په سیمه کې پخپل مخالفت د واکسیناسیون د تطبیق په بدل کې پیسې ترلاسه کړي. ځایي خبریالان ولایتي اداره ګرموي، چې د حل په اغېزمنه لاره یې کار نه دی کړی.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي حاجي سخي مشواڼي له محور ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه، چې یو شمېر ډلې د پولیو د څاڅکو مخالفت کوي. د نوموړي په وینا معلومات لري، چې دغه ډله طالبان نه دي، خو د هویت په اړه یې له ویلو ډډه کوي:(( د طالبانو سربېره د نا پېژاندې ډلې مخالفت او یو شمېر نور عوامل هم شته لکه د سړکونو خرابوالی، په لرو پرتو سیمو کې نا امني، پر ولایتي ادارې سربېره د مرکزي ادارې نه توجه ستونزه لویه کړې او په همدې دلیل زرګونه ماشومان له واکسین پاتې دي، که مرکزي حکومت د ولایتي ادارې مرسته ونه کړي، بشري ناورین به رامنځته شي.))

یو ځایي خبریال د نوم نه ښودو په شرط محور ورځپاڼې ته وویل، په سرحدي سیمو کې یو شمېر قومي مشران او سیمه ییز مقتدر اشخاص په دې لټه کې دي، چې د واکیسن د تطبیق په بدل کې له ولایتي ادارې پیسې او امتیازات ترلاسه کړي او مخالفت یې هم د همدې لپاره دی.

په کونړ کې له واکسین سره مخالفتونه له تېرو دریو کلونو پرځای پاتې دي، خو تېره میاشت دې مخالفتونو د طالبانو له هغې اعلامیې سره زور واخیست، چې د کورو درې، وټه پور، ګنبیر کلي او یو شمېر نورو سیمو خلکو ته یې په کې ویلي وو، د پولیو ضد څاڅکي د اسلامي اصولو له مخې ناروا دي او د مسلمانانو د نسل کمونې یوه هڅه ده، باید مخالفت یې وشي.

د کونړ د روغتیایي چارواکو په وینا، د پولیو ضد واکسین په تېره دوره کې یې له پنځو کلونو کم عمره   ۱۳۶زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي دي، چې د یوې نامعلومه ډلې د مخالفت له امله تر ۱۵ زره زیات ماشومان له واکسین پاتې دي، خو ځایي خبریالان دغه شمېره له ۲۱۸۷۰ پورته ښیي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله فضلي له محور ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، طالبان د پولیو مخالفت نه کوي، خو د یوې بلې ډلې د مخالفت له امله تر ۱۵۰۰۰ زیات ماشومان له پولیو ضد واکسین پاتې شوي:(( دغه کسان لا تراوسه موږ نه دي پېژندلي، خو هر هغه څوک چې د یو ګروپ مشري کوي او په یوه سیمه کې مقتدر دی، د پولیو واکسین مخالفت کوي، موږ ته تراوسه دغو کسانو د کوم څه وړاندیز هم ندی کړی، چې موږ یې په هدف وپوهېږو.))

بله خوا د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي له محور سره په مرکه کې وویل، اوس مشکل حل شوی دی:(( قومي مشران، ولایتي شورا او په کونړ کې د عالمانو شورا د واکسین په تطبیق کې له موږسره همکاري کوي او د یو نوي میکانېزم پر بنسټ کار کوو، چې د راتلونکي لپاره دغه ستونزه اواره شي.))

د لرو پرتو کلیو او سرحدي ولسوالیو قومي مشران د خوراکونو په پنډونو او د څادرونو لاندې د پولیو د څاڅکو ډبې پټ سیمې ته وړي او هڅه کوي، چې خپلو ماشومانو ته یې تطبیق کړي، چې یو شمېر شنونکي د قومي مشرانو د دغې هڅې ستاینه کوي، خو دوی دا کار د ولایتي ادارې د بېغورۍ یو دلیل په ګوته کوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: