ملي امنیت د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال ونیوه


د افغانستان د استخباراتو چارواکي وايي چې د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال مولوي فقیر محمد یې له خپلو څلورو ملګرو سره نیولی دی.

د افغانستان د ملي امنیت (امار) د چارواکو له خولې پاکستاني رسنیو پرون/دوشنبه/ خبر ورکړ چې مولوي فقیر محمد د افغانستان له ننګرهار ولایته تیرا ته روان و چې افغان امنیتي ځواکونو ونیوه.

په خبر کئې وړاندې ویل شوي چې مولوي فقیر محمد له خپلو څلورو ملګرو سره له باجوړ ایجنسۍ څخه ننګرهار ته ورغلی و او تورخم سړک ته نژدې د بساوال په سیمه کې تیرا ته تر داخلېدو مخکې ونیول شو.

د افغانستان د ملي امنیت د یوه چارواکي له قوله ویل شوي چې نیول شویو کسانو خپل نومونه مولوي فقیر، شهید عمر، مولانا حکیم الله باجوړی، مولانا ترابي او فاتح ښودلي دي.

د (امار) دغه چارواکي، چې خپل نوم یې عبدالله ښودلی، دا هم ویلي چې دا کسان په موټر کې روان ول چې په بساوال سیمه کې ودورل شول. د ده په وینا له نیول شویو کسانو سره وسلې او مهمات هم موجود ول.

مولوي فقیر محمد د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال او په باجوړ ایجنسۍ کې د طالبانو مشر و خو وروسته د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې دا مقامونه ترې واخیستل شول ځکه چې د طالبانو تحریک پر ده شکمن شو چې د پاکستان له حکومت سره پټ تماس لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: