” مولوي فقیر محمد باید پاکستان ته وسپارل شي”


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستانی ‌طالب قومندان مولوي فقیر محمد باید ژر تر ژره پاکستان ته وسپارل شي.

د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی معظم خان ویلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زلمي رسول د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهر ته د مولوي فقیر محمد د نیول کېدو په اړه ویلي و.

د ویندوی په خبره زلمي رسول د چهارشنبې په ورځ له مېرمن کهر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د مولوي فقیر محمد نیول کېدل تایید کړل.

ویندوی وویل، موږ هیله کوو، چې مولوی فقیر محمد به ژر تر ژره پاکستان ته وسپارل شي، ځکه د نوموړي لاسونه د ډېرو بې ګناه پاکستانیانو په وینو ککړ دي.

د ویندوي په خبره د مولوي فقیر نیول کېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکارۍ او باور څرګندونه کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل موږ هیله مند یو، چې هغه ټول کسان چې په پاکستان مخالفو فعالیتونو تورن دي، ونیول شي او پاکستان ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې له افغان حکومته غوښتنه شوې وه، چې مولوي فضل الله هم پاکستان ته وسپاري.

پاکستان ادعا کوي، چې مولوي فضل الله په کنړ کې موجود دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: