تازه خبر: په خيبر ايجنسۍ كې بمي بريد اووه تنه سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله


تازه راپورونه وايي: چې په قبايلي سيمه كې د بمي بريد له امله اوو تنو پاكستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته، خبريال ډاټ كام ته د رارسیدلو راپورو په اساس چې وايي: د خيبر ايجنسۍ په باړه سيمه كې د فريټيېر كور په نوم د ځواكونو په قرارګاه كې بمي چاودنې دوه تنه امنيتي سرتیري وژلي او پنځه نور يې سخت ژوبل كړي دي.

د امينيتي سرچينو په حواله پیښه د يادې سيمې په فوټ سلوپ نومې ځاى كې رامنځ ته سوې ده چې د يادې قرارګاه اووه خونې يې هم په بشپړه توګه له منځه وړې دي او د دريو نورو چتونه هم لوېدلي دي.

د دوى په خبره: چاودنه تېره ورځ له وسله والو څخه د نيول سويو چاودېدونكيو توكيو له امله رامنځ ته سوې ده، چې په ياد ځاى كې ښوودل سوي وو.

ددوى په خبره: له پېښې څخه وروسته امنيتي ځواكونو قرارګاه په خپله ولقه كې اخيستې ده، مړي او ټپيان يې د سيمي ملكي روغتون ته رسولي دي.

كه څه هم تر اوسه پوري پوځي چارواكيو د مرګ ژوبلې پخلى نه دى كړى خو وايي: چې د وژل سويو كسانو په شمېره كې نور زياتوالى هم راتلى سي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: