خېبر ایجنسۍ کې نښته او بمباري، ۱۳ وژل شوي


د قبایلي سیمې خېبر ایجنسۍ په یو شمېر سیمو کې د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو د وسله والو طالبانو په شکمنو پټنځایونو بمباري کړې، چې ویل کېږي، په پایله کې یې پنځه وسله وال سخت دریځي وژل شوي.

بل لور ته د خېبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او سخت دریځو تر منځ په نښته کې د دوو عسکرو او شپږو سخت دریځو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستاني امنیتي ځواکونو یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې تېره ورځ (د فبرورۍ ۲۴) جنګي الوتکو د خېبر ایجنسۍ په تېرا سیمه کې د سخت دریځو په یو شمېر شکمنو پټنځایونو بمونه وغورځول، چې په پایله کې یې د یو شمېر سخت دریځو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

نوموړي وویل، د بمبارۍ له کبله د سخت دریځو درې پټنځایونه ویجاړ شوي دي. یوه پاکستاني پوځي چارواکي وویل، چې د اوښتي زیان په اړه کره شمېرې، ځکه نه شي ویلای، چې د ده په خبره د بمبارۍ په سیمه کې د حکومت اداره نه شته او دوی یوازې هوايي بریدونه کوي.

خو له بي بي سره په خبرو کې یوه ځايي چارواکي وویل، چې د بمبارۍ له کبله پنځه سخت دریځي وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.

بل لور ته یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته وویل، چې د باړې په منډيي کڅ نومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او سخت دریځو تر منځ په نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او درې ټپیان دي.

د نوموړي په وینا په نښته کې ۶ وسله وال سخت دریځي وژل شوي او درې نیول شوي دي.

په خېبر ایجنسۍ سیمه کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ نااعلان شوي پوځي عملیات روان دي، چې په پایله کې پوځيانو، وسله والو سخت دریځو او ځايي اوسېدونکو ته د سر زیانونه اوښتي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: