طالبانو په غزنې کي( ١٧)سيمه ييز پوليس وژلي دي


غزني :دکورنیوچارووزارت خبر ورکړی ،چي دغزني ولایت داندړوپه ولسوالۍ کې دوسلوالوطالبانو په يوه بريدکې ( ١٧ )سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.داپېښه تېره شپه داندړوولسوالۍ دحبيب ګوډلو په سيمه کې رامنځته شويده.
دسيمه ييزو پوليسو عمومي رئيس جنرال عليشاه احمدزي یوي افغانې رسنې ته ویلي ،چې وسلوالومخالفينو يادسيمه ييز پوليس لومړى په خپله پوسته کې مسموم کړي اوبيا يې ډزې پرې کړې دي.
د جنرال احمدزي په وينا، په دې پېښه کې يو بل سيمه ييز پوليس ټپي دى او دوه نورنادرکه دي.
احمدزى وايي، د دې امکان شته، چې له يادوپوليسوسره د مخالفينو کوم ارتباطي کس و، خو هغه زياته کړه، چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او وروسته به معلومه شي چې اصلي خبره څه وه.
هغه وويل، چې په وژل شوو کې (١٠ )سيمه ييز پوليس دي او پاتې اووه نور هغه کسان دي چې نوي د دغو پوليسو ليکو ته راغلي او تر روزنې لاندې وو.د هغه په وينا، وژل شوي سيمه ييز پوليس لومړى په خوړو کې د زهرجنو موادو له امله مسموم شوي وو ،اوبیا وروسته وسلوال طالبان ورغلي او وژلي يې دي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې پېښې مسؤوليت پر غاړه اخیستی دی.، دهغه په وینا ،د دوى کسانو دسيمه ييزو پوليسو پريوه پوسته باندي بريد وکړى او( ١٩ )تنه يې په کې وژلي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: