د غزني په بیارغونه کې یو شمېر والیان مرسته کوي


شاوخوا پنځه کلونه مخکې د اسلامي هېوادونو کلتوري بنسټ اى سيسکو پرېکړه کړې وه ،چې غزني به په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په وياړمن نوم نوموي،خو مياشت او نيټه يې نه وو جوت شوي.

د افغانستان اطلاعاتو کلتور وزارت وايي چې د را روان لمريز کال د وري مياشتې په ۲۳ نېټه به غزني ښار په رسمي ډول دغه نوم خپل کړي.

په پيل کې افغان حکومت د گڼو پروژو د پيلولو اعلان کړې و خو وروسته د غزني والي وويل چې په دې برخه کې ايله ۳۰ ميلیونه ډالر ولګول شول او هغه هم د يو شمېر نا حکومتي بنسټونو له خوا، ښايي پر همدې بنسټ والي موسى خان اکبر زاده اوس د بيلو ولايتونو واليانو ته د مرستې تر لاسه کولو لپاره لاس غځولى.

د غزني ولايت نشراتي مشر اسدالله عزت بي بي سي ته وويل چې د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د جشن د لوگو په بڼه د دوو دروازو او د لمريزې برېښنا د توليد د۵۰۰ هندارو د مرستې ژمنه کړې ده.

د ملي سوداګر مرسته

سربېره پر دې د پکتيکا ولايت يوه ملي سوداګر هم وار له مخه په غزني ښار کې د جشن د لوګو په بڼه د دوو درازو د جوړولو چارې پيل کړي، پر دغو دراوزو ۲۵ زره امريکايي ډالره لگښت کېږي. د کاپيسا او پروان ولايتونو واليانو هم په دې ترڅ کې د مرستو ژمنې کړې دي.

راروانه لمريزه مياشت کې به غزنى د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په نامه ونومول شي خو هوايي ډګر جوړول،ستوريز هوټلونه او سړکونه هغه پروژې وې چې له رغول کېدو پاتې شوې.

نه ده څرگنده چې له دې هر څه پرته به دا جشن څنګه لمانځل کېږي. خو يو شمېر لرغوني زيارتونه او نورې نښې نښانې بېرته رغول شوې دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: