پښتونخوا: ګوزن ضد واکسین پر فعالانو برید شوی


د خېبر پښتنوخوا په مردان سیمه کې هغه پولیس په ډزو وژل شوی، چې د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین د فعالانو په ساتنه ګومارل شوی و.

د مردان پولیسو چارواکي وايي، دوو کسانو پر دغه پولیس ډزې وکړې او ویې وواژه.

دغه سیمه کې د واکسین پروګرام همدا نن ( فبرورۍ۲۶ ) پیل شوی. پېښه د شیخ ملتون ټاون په خواکلي کې شوې.

بل لور ته په ملاکنډ سیمه کې د یوې درې میاشتنۍ ماشومې په روغتیايي تشخیص کې معلومه شوې، چې ګوزڼ وهلې ده. له دې سره په پښتونخوا ایالت کې د ګوزن دوه ناروغان ثبت شول.

تېر کال په همدې موده کې پاکستان کې د ګوزن ناروغانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی و.

سږ کال پاکستان کې تر اوسه د پولیو په ویروس د اخته دوو ماشومانو پېژندګلوي شوې، چې یو یې د بنو او بل هم د سند ایالت اوسېدونکی دی.

ډاکټرانو تایید کړه، چې د خیبر پښتونخوا په درګۍ سیمه کې درې کلنه ماشومه (ښایست) د ګوزڼ ویروس اغېزمنه کړې ده.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، دغه هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ پیل شوې، خو په دې اړه څه نه ویل کېږي.

د نوموړي په وینا د خېبر پښتونخوا ایالت په هره سیمه کې د ګوزن ضد واکسین له پیله مخکې، په تېر کې د دې واکسین پر فعالانو شویو وسله والو بریدونو ته په پام سره، په رسمي توګه څه نه ویل کېږي. تېر کال پاکستان کې ۵۸ ماشومان د ګوزڼ له ویروسه اغېزمن شوي وو، چې ۲۷ یې د خېبر پښتنوخوا اوسېدونکي دي.

پېښور کې تېره اونې دغه پروګرام بشپړ شو او ځايي چارواکو وویل، چې د فعالانو د خوندیتوب لپاره یې ټول اړین تدبیرونه کړي وو.

د فعالانو غبرګون

خېبر پښتونخوا کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو یوې ویاندې حمیرا بي بي سي ته وویل، چې دوی له ګواښونو سره مخامخ دي، خو د هغې په وینا دوی به هرو مرو خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د نوموړې په وینا که حکومت د دوی خوندیتوب ته مناسب پام وکړي، نو په ډاډه زړه به خپله دنده تر سره کړي.

د ځايي چارواکو په وینا له څه مودې راهیسې داسې هم کېږي، چې یو شمېر هغه ماشوما په ګوزڼ اخته کېږي، چې واکسین ورکړل شوی دي، چې سبب یې ناسم خواړه او یا د ماشومانو خوارځواکي ده.

د دوی په وینا پاکستان کې هر ماشوم ته باید تر پنځه کلنۍ پورې د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکې تر ۷ ځلې پورې ورکړل شي ، چې د دغې ناروغۍ ویروس د تل لپاره ورک شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: