په کنړ کې د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى ډېر سوى دى


په ختيځ کونړ ولايت کې د ښځو چارو رياست چارواکي په دغه ولايت کې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي خبر ورکوي.

چارواکي وايې په دغه تاوتريخوالي کې د ښځو وژل ، وهل ټکول ، د تعليم ته نه پريښودل ، په کوچنوالې کې ودول او يو شمير نورې پېښې شاملي دي.pic sadat 2

اتمه د مارچ په ټوله نړۍ کې د ښځو  د نړيوالي ورځ په نوم نومول شوې او د نړۍ د نورو هيوادونو پر څير دغه ورځ د افغانستان په پلازمينه او ولايتونو کې هم لمانځ کيږي ،چې ګڼې ښځې په کې ګډون کوې او د ښځو د حقه حقوقو د ورکړي  غوښتنه کوې ،  خو د دې ټولو سره سره اوس هم په هيواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ورځ تر بلي مخ په زياتيدو دې په همدې حال کې د کونړ د ښځو چارو رئيسه نسيمه شکيب سادات هم  په دغه ولايت کې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي خبر ورکوي

(( د تېر کال نه مونږ  سږ کال  ۳ حاې قضيي درلودې چې هغه دری واړه د قتل قضيي وې  ، دا البته د څوکۍ ولسوالۍ د شبانی قتل وو ، همدا راز د دم د کلي د اختري قتل وه ، همدا راز د سوختګي يوه موضوع وه ، چې باالخره په تعصب سره دغه خور بيا وفات شوله ، يعنې دا ډيرې خطرناکه قضي وي چې سږ کال په کونړ ولايت کې رامنځته شولي ، او له دې سره وويلي شو چې د تېر کال په پرتله سږ کال دغه د تاوتريخوالي کچه لوړه شوي ده ))

اغلې سادات وايې سږ کال ١٣ _ ١٤ پېښې له دوې سره ثبت شوي چې د قتل سربيره په کې وهل ټکول ، د کور څخه تيښته ، کوچنيوال کې ودول او  پر لرو پرتو سيمو کې ښونځيو ته نه پريښودل شامل دې.

(( دارنګه موږ نورې قضيي هم لرو چې تقريبآ شميري ۱۳ ـ۱۴ ته رسیږې چې په دې کې وهل ټکول ، د کورڅخه تیښته ، په کوچنیوالي کې ودول او پر لرو پرتو سیمو کې د دول له مخې ښوونځیو ته نه پریښودل دي ))

نسيمه شکيب سادات  د ظرفيتونو  او تعليم د کچې ټيټوالې ، د قانونه څخه نا خبرې او په دغه ولايت کې د  يو شمير سيمه يزه دودونه شتون د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي سترلاملونه بولي .

(( دود حاکم دې نسبت د دې ته چې قانون ، شرعيت او اسلاميت وې ، دود پر دې مانا چې مثلآ مونږ او تاسو خپله پوهيږو چې اصلآ د اسلام سپيڅلي دين مبارک بد منع کړي دې مثلآ ماشومتوب کې واده منع دې د قانون او شرعيت په بناه باندې مګرمتعصفآ نه زموږ او ستاسو پښتانه ، دا چې علميت او ظرفيت ډير ټيټ دې سواد ډير کمزوزې دې  نو د دغې وجې نه دغه دود حاکم دې نسبت دې ته چې قانون حاکميت پيدا کړي نو له همدې وجې نه موږو وايو چې دغه دوديزه تاوتريخوالي دې چې دود منې دغه خلک مګر قانون نه مني ))

د يادونې وړ ده ، په ختيځ کې کونړ يواځنې ولايت نه چې په کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي شتون لرې ولې د دې سربيره په ختيځو دريو نورو ولايتونو کې هم دغه ډول تاوتريخوالي شتون لري .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: