ګډو ځواکونودرې تنه له چاوديدونکو توکوسره نيولي دي


په دومنده ولسوالۍ کې دچڼيزو عملياتو پرمهال ګډو ځواکونودرې تنه له چاوديدونکو توکوسره نيوليMain_business_area_of_Khost_City

دحوت دمياشتې په ١٩نېټه دخوست ولايت ددومنده ولسوالۍ اړوند کوتي خيلو په سيمه کې ديادې ولسوالۍ دملي پوليسو اونړيوالو ځواکونودګډو چڼيزو  عملياتوپرمهال  درې تنه په يوکور کې دچاويدونکو توکو سره يوځاى نيولې دي.

ددومنده ولسوال سيداحمد خان وفا په خبره چې په دغه عملياتو کې ديوکور څخه يوه بوجې کمياوي مواد ،دوه کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي اويوه بطري ترلاسه شوې او په تور يې ددغه کورنۍ درې کسان دامنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي چې دامهال ترڅيړنې روانې دي .

ولسوال سيداحمد خان وفا  وايي چې دامهال په ياده ولسوالۍ کې امنيتي حالت ډاډمن شوى او دولسونو همکاري له امنيتي ارګانونو سره زياته شوې ده .

دده په خبره امنيتي ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې چڼيز علميات زيات کړي ترڅو ټول هغه ورانکاره ونيسي چې په سرکونو اولارو کې ماينونه ځاى پرځاى کوي .

د خوست ولایت د سیمه یزه چارواکو پر وینا د دغه ولایت په نورو ولسواليو کې هم  دامنيتي ځواکونو فعاليتونه زيات شوي  ، د ګڼودتروريستي بريدونو مخه نيول شوې ده.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: