٢٧٧جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه سول:کندهار


د کندهار په ژړۍ او ميوند ولسواليو کي تېره ورځ د کوکنارو څخه د زراعتي مځکو د خلاصون په لړۍ کي ٢٧٧ جريبه نوره مځکه هم له دغه بوټي څخه پاکه سوه او يو شمېر مهمات او وسلې د دولتي ځواکونو لاسته ورغلل.ar (2308)

په ميوند کي د کوکنارو اړولو کښت پرون ورځ ددغه ولسوالۍ شمال لوېديزي خواته د هلمند ولايت سره پر پوله باندي سوى چي په ترڅ کي يې ١١٥ جريبه د تارياکو کښتونه اړول سوي دي.

د کوکنارو د کمپاين پرمهال ٦ عدده کانچې، ٣ عرادې موترسايکلونه، ١٧ کړۍ ماينونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم د افغان ملي او محلي پوليسو لاسته ورغلي دي.

د ميوند ترڅنګ په ژړۍ کي هم د کوکنارو ضد کمپاين پلي سوى چي پکښي د کومي امنيتي پيښي پرته ١٦٢ جريبه د کوکنارو مځکه اړول سوې او تارياک يې په بشپړه توګه له منځه وړل سوي دي.

د ترياکو له کښتونو څخه د مځکو پاکولو لړۍ د ژړۍ او ميوند ترڅنګ د کندهار پنجوايي ولسوالۍ ته هم وغځېدل او نن ورځ دلته هم له کوکنارو د مځکو پاکولو کار رسماً پيل سو.

ها خوا بيا وسله والو طالبانو ويلي چې د ميوند په بېلا بېلو پېښو کې يې ګڼ افغان او بهرني سرتېري وژلي او ژوبل کړي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: