په هلمندکي چاودني دیوي کورني پنځه غړي ووژل


هلمند: دهلمند دمحلي چارواکوپه وینا پرون دشپي ناوخته دیوي کورني څه کم پنځه کسه دهلمندولایت دخانشین په ولسوالي کي دیوي چاودني له امله ووژل سول . دخانشین ولسوال شاه محمد میر ددي پیښي دتائید نه وروسته رسنیو ته وویل چي داچاودنه پرون دشپي لخوا ه هغه وخت منځ ته راغله چي دسړک پرغاړه ښخ شوی بم وچاودیدئ . هغه وایې چي په دي هکله پلټنې رواني دي.
تراوسه پوري هيڅ کومي وسله والي ډلې ددي پیښي پړه اومسؤولیت په غاړه نه دی اخیستي.
دغه چاودنه په داسي حال کی ترسره شوه چي نن جمهوررئیس کرزی د هلمند ولایت ته دمحلی چارواکواو قومي مشرانوسره دخبرولپاره هلته رسیدلی دی .کرزی دغه چاودنه وغندله.
دیادونې وړده ،چي دملګروملتونودتیری میاشتي په رپوټ کي ویل شویدی،چي په افغانستان کي دتاوتریخوالي او چاودنوله امله په (۲۰۱۲ )کال کي (۲۷۵۴) غیری ملکي کسان وژل سوي او (۴۸۰۵) کسان ټپیان شویدي. رپوټ زیاتوی چي دتلفاتوکچه د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۱۲٪ سلنه کمه شویده .ددغه رپوټ له مخي ۸۱ ٪سلنه قربانیان غیرملکي اوبیګناه کسان بلل شویدي او(۸) ٪سلنه افغاني پوځیان دي .
ددي رپوټ له مخي یواځې دلاسي بمونواودسړک دغاړي دبمونودچاودونوله امله په ۲۰۱۲ کال کي (۸۶۸)کسان وژل سوي او(۱۶۶۳) کسان ټپیان شویدي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: