ويسا:د پوليو په برخه کې تر توان زياتي هلي ځلي کوي


کندهار والي وايي چي د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د ټولني د مختلفو قشرو ونډه اساسي او کليدي اهميت لري او په دې برخه کي دي لا نور کارونه او فعاليتونه صورت ومومي.DSC_0268

نوموړي چي نن يې په خپل دفتر کي د پوليو په برخه کي د افغانستان لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان له مرستيال او په سهيلي حوزه کي د پوليو برخي له کورديناتور سره ليدنه درلوده وويل چي دولتي اداره په دې برخه کي زياته همکاره ده او په ټولو ساحو کي يې خپل فعاليتونه زيات کړي دي.

هغه زياته کړه چي د ټولني کار او هڅو ته په دې برخه کي زياته اړتيا ليدل کيږي او په خاصه توګه بايد له ملا امامانو، قومي مشرانو، مخورو او متنقذينو څخه په دې برخه کي لا زياته مرسته وغوښتل سي او همکاري يې طلب سي.

د کندهار والي همداراز وويل چي د پوليو د له منځه وړلو پروسه يوه ملي پروسه ده او بايد له هر ډول سياسي افکارو څخه خلاصه وې ځکه چي ياد سوى وايروس پر هيچا صرفه نه کوي او ټول خلک ورڅخه په يو ډول متضرر کيږي.

ښاغلي ويسا د پوليو په له منځه وړلو کي د ملګرو ملتونو د مرستندويه اداراتو ونډه مهمه وبلله او له هغوى يې وغوښتل چي د امکاناتو په احيا او محيا کي يو څه ځانونه نرم کړي او فعاليتونه زيات کړي.

د نن ورځي په غونډه کي د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، په سهيل کي د يونيسف او د روغتيا د نړيوال سازمان مشرانو او د کندهار د شمالي ولسواليو ولسوالانو برخه اخستې وه.

ډاکټر پخلا د مجلس برخوالو ته په کندهار کي د پوليو د حالت په اړه معلومات ورکړل او په دغه ولايت کي يې حالت خورا ښه او مثبت وباله او د ولايتي ادارې او ولسوالانو له هڅو او کوښښونه يې مننه وکړه.

هغه زياته کړه چي د کندهار د ميانشين ولسوالۍ پرته يې په نورو ټولو ولسواليو کي د پوليو لپاره کارکوونکي ګمارلي او د همږغۍ په برخه کي هم اړيکي پسې قوي سوي دي چي ددوى لپاره ښه زېرى دى.

ولسوالانو هم په خپلو خبرو کي وويل چي دوى په تمامه معنى د پوليو د له منځه وړلو سره همکار دي او هڅه يې داده چي له ټولو ممکنه لارو په استفاده تر پنځو کالو کم عمره کوچنيانو ته واکسين ورسوي او دغه ناوړه وايروس له دې سيمي ورک کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: