پاکستان درې فرانسوي سخت دریځي له نیولو وروسته خپل هیواد ته واستول


پاکستان وايي، درې فرانسویان یې، چې د ناټو له ځواکونو سره د جګړې لپاره افغانستان ته روان ول، له نیولو وروسته بېرته فرانسې ته لېږلي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیس، چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې ځای پر ځای دي، وايي چې دا درې فرانسویان پاکستان ته له راتګ او نیول کېدو وروسته د اسلام اباد له بېنظیر بوټو هوايي ډګر څخه فرانسې ته بېرته واستول شول.

افغانستان ته د نړۍ د مختلفو سیمو تقریباً ټول سخت دریځي د پاکستان له لارې راځي. هغوی عموماً په پاکستان کې له پوځي زده کړو وروسته د افغانستان لور ته مخه کوي.

فرانس پریس خبري اژانس ته د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې چارواکو ویلي چې دا درې فرانسویان لس میاشتې پخوا له ایران څخه په غیرقانوني ډول پاکستان ته ورغلي ول څو له پاکستان څخه افغانستان ته لاړ شي او هلته د ناټو په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره په جګړه کې برخه واخلي.

د فرانسوي چارواکو په وینا دا درې تنه د پاکستان پولیسو د ۲۰۱۲ کال د مې په میاشت کې نیولي ول.

دوی د القاعده شبکې د افریقايي الاصله غړي نامن میزیش سره یو ځای نیول شوي ول. نوموړی اوس هم په پاکستان کې بندي دی.

لوېدیځې سرچینې وايي چې نامن میزیش له درو فرانسویانو سره قبایلي سیمو ته روان و چې امنیتي ځواکونو ونیوه.

فرانسوي چارواکي وايي چې دغو درو تنو، د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې له فرانسې څخه د وتلو په وخت خپلو کورنیو ته ویلي و چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي خو پنځه میاشتې وروسته په پاکستان کې ونیول شول.

فرانسې تایید کړه چې د پنجشنبې په ورځ دا درې تنه بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ایا هغوی به محکوم شي او کنه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: