په شينډنډ کې د چاودنې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


نن سهار ۹ بجې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د لارې سر د  ماين په چاودنه کې ۱۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. خبرونه وايي، چې په پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۵ تنه  ټپيان  شوي دي، چې يوه ښځه اودوه ماشومان هم پکې دي. تر اوسه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

څرګندون پریږدئ