په تخار کې د ښوونځي ۱۷ زده کوونکې مسمومې شوې


په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي ۱۷ زده کوونکې په نامالومو زهرجنو موادو له مسمومېدو وروسته روغتون ته ولېږل شوې.

د تخار ولایت د روغتیا د ریاست ویندوی حفطظ الله صافي وویل، دا پېښه د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په یوه ښوونځي کې وشوه. د ده په وینا پولیس د پېښې د علت په اړه تحقیقات کوي.

ښاغلي صافي وویل چې د مسمومیت په وجه زده کوونکي جسمي او ذهني کمزورتیا احساسوي.

د روغتون یوه ډاکتر وویل چې د بستر شویو نجونو روغتیايي وضعیت ښه نه دی .

د ښوونځي مدیر عبدالهي وویل چې د هرې زده کوونکي وضعیت له بلې سره توپیر لري، که د یوې خوا ګرځي، د بلې سر ګنګس دی یا یې سردرد کوي.

تېر کال هم د تخار په ښوونځیو کې نجونې په ورته ډول بې سده شوې وې. چارواکو او د زده کوونکیو میندو او پلرونو ویل چې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري په ښوونځیو کې زهرجن مواد شیندل شوي خو وسله وال مخالفان وايي چې دوی دا کار نه کوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: