په هلمند کې څلور تنه خټګر ووژل سوه


د هلمند ولايت د والي وياند عمر ځواک وايې چې نن له غرمي وړاندي ددي ولايت د ګرشک ولسوالۍ په شمالي برخه کې څلور تنه خټګر وژل سوي دي. د ځواک په وينا چې دغه څلورو تنو خټګرو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو امنيتي پوسته جوړول چې پري وسله وال طالبان راغلي دي. هغه وويل چې لومړى وسله والو طالبانو څلورو تنو خټګرو ته د امنيتي پوستي د نه جوړلو ګواښ کړى او وروسته يې وژلي دي. د ځواک د معلومات پر اساس چې وژل سوي څلور تنه خټګر عادي وګړي وه او امنيتي سرتېرو يوازي د پوستي جوړولو په موخه په دنده ګمارلي وه. که څه هم ددي پېښي په تړاو تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي ولي وړاندي وسله والو طالبانو ګواښ کړى وو چې د دولت سره کار کوونکي په نښه کوي. هغوى ويلي چې د دولت سره هر ډول کار کول دوى ته د منلو وړ نه دى.

© http://benawa.com/details.php?id=54645#ixzz2QpQbC9WI

1 Comment (+add yours?)

  1. د پښتون زوی
    Apr 19, 2013 @ 14:20:07

    طالبان د وشرمیږي چې بې وزله، نا علاج، زمونږ مسلمانان وژني. که د دوی خوښه نه وي چې افغانان داسې چا ته کار وکړي چې د دوی نه وي خوښ نو بیا دا د دوی د خپل له لاسه ده. د طالبان خپله ګناه ده. د غریبانو مسلمانانو چې یو څو مړیو ته اړتیا لري څه ګناه؟ دا کاریګر یواځې خپلې کورنی ته ډوډی پیدا کوي، هغې کورنی ته چې الله پاک ورسپارلې ده. هغه مسعولیت چې د الله پاک له خوا ورپرغاړه شوی دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: