د وسله والو طالبانو په ماین د حزب اسلامي قومندان ووژل شو


د میدان وردک ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نرح ولسوالۍ کې د حکمتیار د اسلامي حزب یو مهم قومندان د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شو. وېره ده چې دا پیښه به په سیمه کې یو ځل بیا د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې اور بل کړي.

د وردک ولایت د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې دا پیښّه پرون د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې وشوه. د ده په وینا د ماین په چاودنه کې د حزب د دغه مهم قومندان، چې خانجي نومیږي، یو ملګری هم وژل شوی دی.

د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سربه سم له چاودنې او د قومندان خانجي له وژل کیدو وروسته په سیمه کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ نښته وشوه خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نشته.

په میدان وردک ولایت، په تیره بیا په نرخ ولسوالي کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ ډېرې خونړۍ نښتې شوي خو د دوی نښتې وروسته له دې پای ته ورسېدې چې د وردک اوسني والي د قومي مشرانو په غوښتنه هڅه وکړه چې په سیمه کې اختلافات حل کړي او د ښکېلو خواوو ترمنځ روغه وکړي.

راپورونه وايي چې د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې مخکې د قومندان خانجي او د طالب قومندان ملا فیض الله د ډلې ترمنځ نښته شوې وه چې په ترڅ کې یې د سلام خان او مومن خان په نومونو د حزب اسلامي دوه غړي وژل شوي ول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: