غزني کې پاڅون کوونکو شل وسله وال وژلي


د غزني چارواکي وايي، چې د ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ کې د يوه قوماندان په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي. په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وويل، چې تېره شپه د مقر ولسوالۍ د عزيز کلا په سيمه کې د وسله والو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه. هغه زياته کړه، چې د نښتې پر مهال د ملي اردو ځواکونه هم د ولسي پاڅون کوونکو مرستې ته ورسېدل او جګړې پنځه ساعته دوام وکړ. سلطاني وايي، چې د دې جګړې په پايله کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او د دې ډلې د مرستيال قوماندان عبدالقهار په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي. نوموړي وويل، چې د وژل شوو طالبانو جسدونه اوس د مقر ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې پراته دي او په نښته کې ولسي خلکو او ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال وويل، چې کېداى شي د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېره ډېره وي، خو د اتو تنو جسدونه په سيمه کې پاتې دي. پرون په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي وو. وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي، خو په مقر کې يې د خپلو دوو طالبانو وژنه منلې ده.

© http://benawa.com/details.php?id=54679#ixzz2R0DhqS9T

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: