طالبانو په هلمند کې د غزني ۱۳ کارګر وژلي


د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د غزني دیارلس کارګر، چې د روزګار لپاره هلمند ولایت ته تللي ول، وژلي دي.

د راپورونه وايي؛ دا کارګر، چې د غزني د قره باغ، اندړ، ده یک او ابند ولسوالیو اوسېدونکي ول، په داسي حال کې د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شول چې هغوی د پولیسو د یوې پوستې لپاره بوجۍ له خاورو ډکولې.

پېښه د شنبې په ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې شوې خو د وژل شویو کسانو مړي اوس خپلوانو ته سپارل شوي دي.

د غزني اوسېدونکي وايي چې د ایران د پیسو د ارزښت له کمېدو او په ایران کې د افغانانو د کار په وړاندې د خنډونو له ډېرېدو وروسته د دغه ولایت غریبکاره پرګنه مجبوره شوې چې د کار لپاره نورو ولایتونو ته مخه کړي. ډېری غزنیوال په دې وخت کې هلمند ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره ځي.

د قره باغ ولسوال وايي چې په دیارلس وژل شویو غزنیوالو کې څلور تنه د قره باغ اوسېدونکي دي، پنځه له درو نورو ولسوالیو سره تړاو لري.

روانه اپریل تر دې دمه د سږکال تر ټولو خونړۍ میاشت ده. د همدې میاشت په پیل کې د فراه او کونړ خونړۍ پېښې وشوې چې په ترڅ کې یې په لسګونو ملکیان د طالبانو او ناټو ځواکونو له خوا ووژل شول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: