طالب ولسوال نصيب الله ووژل سو:کندهار


افغان پوليسو نن د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالي کي ددغي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول سوى ولسوال وواژه.

د کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې د نصيب الله په نوم دغه طالب ولسوال څه موده مخکي د کويټې شورا لخوا د ارغستان لپاره د ولسوال په توګه معرفي سوى و او هدف دا وو چي ياد سوى کس به د مخالفينو لخوا د خالد بن وليد په اعلان سوو عملياتو کي ښه رول ولوبوي.

خبرپاڼه خپر ورکوي چې د وسلوالو مخالفينو له لوري دغه نومول سوى ولسوال له خپلو لسو تنو ملګرو سره يو ځاى نن سهار د ارغستان ولسوالۍ د پڅکۍ سيمي ته راغلى و چي د پوليسو له مقاومت سره مخ سو.

د دواړو خواوو ترمنځ څو ساعته جګړه سوې چي په پايله کي يې دغه ولسوال وژل سوى او دوه تنه نور جنګيالي يې زخميان سوي دي.

د وژل سوي ولسوال مړى په سيمه کي پاته سوى او ورسره يو عراده موټرسايکل، يو ميل پيکا، يوه مخابره او پنځه لاسي ماينونه د پوليسو لاسته ورغلي دي.

تر اوسه پوري کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: