په نورستان کې دطالبانو يو قوماندان اوساتونکى يي ووژل شول


د نورستان امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان او د هغه ساتونکى وژل شوي دي.د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار وويل، چې د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې دغه بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د يادې ولسوالۍ په امشوز سيمه کې شوى دى.د هغه په وينا، وژل شوى طالب قوماندان ملا تراب نومېده او په سنجر يې شهرت درلود.وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.عمريار وايي، چې پرون هم د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د سليمان په نوم يو عرب چې په ابوعثمان مشهور و، وژل شوى دى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: