د ملا عمر د موجودیت په اړه د طالبانو په منځ کې شکونه مخ په ډېرېدو دي


تاند- یوې لوېدیځې خپرونې (ډیلي بیسټ) راپور ورکړ چې د طالبانو یو شمېر قومندانان او پېژندل شوي چارواکي په دې مشکوک دي چې د دوی مشر ملاعمر دې د طالبانو د تحریک په پرېکړو کې برخه ولري.

ځیني طالب قومندانان، چې بدل رابدل شوي دي، په دې نظر دي چې یوه ځانګړې کړۍ د ملاعمر له مهره د ځان په ګټه کار اخلي.

خو یو شمېر هم ادعا کوي چې له ملاعمر سره په تماس کې دي او یا دا چې په خوب کې د ملاعمر امرونه ترلاسه کوي.

عبدالقیوم ذاکر، چې د ډیلي بیسټ په وینا د طالبانو بې رحمه او ځیږ قومندان دی، په دسمبر کې د کوټې شورا ته حاضر او یو پیغام ورکړای شو چې ګواکي دا د ملامحمد عمر پیغام دی.

په دې پیغام کې ویل شوي و چې د طالبانو د عمومي قومندانۍ له دندې ګوښه شوی او د دوی له لوري په کندهار کې قومندان ټاکل شوی دی.

د ملا ذاکر پر ځای اخترمحمد منصور د طالبانو عمومي قومندان وټاکل شو. نوموړی یوه موده په ګوانتنامو کې بندي و.

له بلې خوا د مولوي جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني ته د اپریل په میاشت کې د کوټې د شورا له لوري یو امر ورکړای شو چې د هغه پراساس ملامحمد عمر له حقاني شبکې څخه غوښتي چې د کابل په شمول په ټول افغانستان کې پوځي او انتحاري حملې ودروي.

همداراز د طالبانو په منځ کې یو لړ نور بدلونونه راوستل شوي دي.

د طالبانو دا قومندانان او د دې ډلې یو شمېر نور پخواني چارواکي او دیپلوماتان په دې باور دي چې ملاعمر نور د طالبانو مشري په غاړه نه لري او یوه بله کړۍ شته چې د ده له نومه استفاده کوي.

ډیلي بیسټ لیکلي: هغه طالبان، چې له دې امرونو څخه یې تاوان لیدلی دی، هڅه کوي چې په دې پوی شي چې ملامحمد عمر چیري دی او څوک د ده له نومه استفاده کوي.

په دې برخه کې ټول ګل اغا اخوند او ملامنصور ته ګوته نیسي. ملا منصور به د طالبانو د واکمنۍ په موده کې تل په کندهار کې د ملاعمر ترڅنګ ناست و او هغه ته به یې مشورې ورکولې.

ګل اغا اخوند ادعا کوي چې د ملاعمر لیکلي سندونه لري او په یوه کې یې لیکلي چې اخوند د ملاعمر ځای ناستی او مرستیال ټاکل شوی دی. البته په دې باب هم ډېرې پوښتنې شته چې دا سند به حقیقت ولري او که ونه لري.

د ډیلي بیسټ له لیکنې سره سم د ګل اغا اخوند او ملامنصور مخالفان وايي چې دوی د ملاعمر له نومه ناوړه استفاده کړې، په وروستیو کې یې ډېرې پیسې ټولې کړي او ډېر قومندانان یې په خپل سر برطرفه کړي دي.

ګل اغا اخوند حتي ادعا کوي چې ملاعمر له ده سره په خوب کې ږغېږي.

خو د کوټې د شورا یو پخوانی غړی او د طالبانو یو شمېر مشران او قومندانان وايي، اوسنۍ تکنالوژۍ ته په کتو چې خلک یې لري، د ملاعمر لپاره ګرانه نه ده چې لږترلږه یو ځل خو یا په ږغ او یا ویدیو کې خپلو پلویانو ته یو پیغام ولېږي.

ډیلي بیسټ د طالبانو د عدلیې وزارت د پخواني مرستیال له قوله لیکلي چې ملا عمر دې د شورا او طالبانو د ساتنې لپاره ځان ورښکاره کړي او تر دې مهمه دا چې طالبان اوس داسي مشرتابه ته اړتیا لري چې د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سمون خوري. خو دی د یوه هدف د پوره کېدو هیله هم نه لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: