په الينګار کې ١٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي ده


د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په یوې وسلوالې نښتې کې د وسلوالو د دوه مشهورو قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې ددي ولایت د الینګار د سیند ختیځې څنډې ته د ګل ارام او قصبې په غرنیو سیمو کې د افغان سیمه ییزو پولیسو او ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې چې شاو خوا درې ساعته د مخالفینو سره په کې وسلواله نښته سوې د وسلوالو طالبانو ۹ تنه وژل سوي او ۶ تنه نور یې زخمیان سوي دي.

خبرپاڼه د لومړنیو مالوماتو له مخې ليکي چې په وژل سویو کسانو کې د وسله والو طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو عبدالغفور او مسافر په ګډون ۴ تنه د مخالفو وسله والو د بل مشهور قوماندان زرقاوي او ۳ تنه نور یې د قوماندان مبارز له ګروپ څخه دي او په سيمه کې يې وسله وال فعاليتونه تر سره کول.

خبرپاڼه خبر ورکوي چې په دغه نښته کې د سیمه اییزو پولیسو یو قوماندان لطیف هم ټپي سوی و چې وروسته د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړي.

تر اوسه کومي ډلي په دي تړاو غبرګون نه دى ښکاره کړى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: