د کابل په ځانمرګي بريد کې ٤١تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده


972340_578879658800310_1215569470_n

 

د کابل په نني ځانمرګي بريد کې شاوخوا څلويښتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د کورنيو چارو وزارت وايې چې د شا شهيد په سيمه کې د نن سهار ځانمرګي بريد شپږ تنه وژلي دي او شاوخوا پنځه دېرش تنه يې ژوبل کړي دي.

د کابل امنيه قومندان د پیښي په ځاى کې خبريالانو ته ويلي ول چې دا ځانمرګى بريد پر دوو بهرنيو موټرانو سوى وو او پر مهال يې زياته مرګ ژوبله را منځته کړي ول.

هغه ويلي چې په سيمه کې د بهرنيانو د دو موټرونو تر څنګ دېرش نور موټرونه او د شاوخوا سيمي کورونو ته يې زيانونه اړولي دي.

دا پیښه د شاه شهيد د ولسي جرګي د غړي د کور مخي ته شاوخوا د سهار اته بجي را منځته سوي ول او پړه يې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلي پر غاړه اخيستي ول.

ددي ډلي وياند هارون زرغون منلي چې په دي پیښه کې يې موخه بهرنيان ول او مرګ ژوبله يې را منځته کړي ده.

دسړک يوې غاړې ته په ولسي جرګه کې د ولسي جرګې د غړي ګل پاچا مجيدي کور او بلې خواته د عزيزي بانک نماينده ګى موقعيت لري .

د روغتيا وزارت ويلي دي چې د دي پېښي څخه په لسګونه کسان راوړل سوي دي او د ډېرو حالت يې د انديښني وړ دى.

دا په دي وروستيو کې لومړنى بريد دى چې د کرولا موټر په وسيله تر سره سوى دى.

په سيمه کې عيني شاهدان وايې چې چاودنه ډېره زوروره ول او پر مهال يې زيات زيانونه اوښتي دي.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: