د ميدان وردګ ولايت څخه رارسيدلي خبرونه


د میدان وردګو ولایت امنيتي سرچیې وايي، چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو او پیښو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
سرچينه زياتوي، جې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په کافرقلعه سیمه کې تیره ورځ یو وسله وال طالب هغه مهال ووژل شو،کله چې د دوی لخوا په امنیتي ځواکونو برید وشو،چې په خوابیه برید کې د خنجر په نوم د وسله والو طالبانو د ملا قاسم د ډلې یو غړی ووژل شو،او د بدر په نوم یو بل سخت ټپي شو،همدا رنګه د مرکز په شترسنګ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې یو بل وسله وال طالب هم ټپي شو.
د میدان وردګ ولایت مقام نه په رارسیدلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ګډو امنیتي ځواکونو تیره شپه د مرکز میدان په قطار سنګ او چارکه سیمو کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ حزب الله او حزب اسلامي ډلې د قوماندان عیس خان وراره حاجي زلمی ټپيان شول،چې په ترڅ کې ترې د پیکاه او کلاشینکوف مرمۍ او د ملي اردو لباسونه هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ د تنګي په خان خیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ حاجي ظاهر په کور د عملیاتو خبر ورکړی،چې په ترڅ کې د نوموړې دوه زامن محمدګل چې مشهور په رحمت ګل دی او رحمت الله ژوندي نیول شوي او خپله حاجي ظاهر په تېښه بریالی شوی دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: