په زابل کې پر موټرسايکلو بنديز امنيت ښه کړى


د زابل ولايت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې ډېرې نا امنۍ د موټر سايکلونو په واسطه رامنځته کيږي او په وينا يې د ځايي وسله والو لپاره موټر سايکل د ترور ښه وسيله ده او له بريد وروسته وسله وال کولاى شي، سمدستي له سيمې ځان خلاص کړي.

د زابل والي وياند شريف الله ناصري روهي ويب پاڼې ته په يوه مرکه کې وويل، د تېرو دوو مياشتو راهيسې يې د زابل په مرکز کلات او شاه جوى ولسوالۍ کې پر موټرسايکلونو باندې د خلکو په تګ او راتګ بنديز لګولى او دا کار د امنيت په ټينګښت کې ګټور تمام شوى.

ښاغلى ناصري وايي: (( پخوا وسله والو په دې ولايت کې د موټر سايکل له لارې پر دولتي مامورينو او قومي مشرانو غلچکې بريدونه کول او په دې لړ کې ځينې ډېرې بدې پېښې هم رامنځته شوي دي.))

د زابل والي د وياند په خبره، يواځې تېر کال په مرکز کلات او شاه جوى ولسواليو کې تر ٢٥ قومي مشران، د وسله والو له لوري وژل شوي، چې له دې جملې يې ډېر بريدونه د موټر سايکل نه په استفادې ترسره شوي.

زابل د هېواد په جنوب کې  پروت ولايت دى، چې لس ولسوالۍ لري او په ډېرو سيمو کې يې نسبآ امنيتي وضيعت خراب دى او ځينو وختونو ترې د بريدونو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کيږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: