په هرات کې د یوه ماشوم قاتلان په دار وخېژول شول


د هرات په محبس کې دوه تنه، چې د یوه اته کلن ماشوم په تښتولو او وژلو محکوم شوي ول، نن اعدام شول.

دا دوه تنه د درې ګونو محکمو له پرېکړې او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له توشیح وروسته په اعدام محکوم شول.

اعدام شویو کسانو شاوخوا پنځه میاشتې پخوا په هرات ښار کې یو اته کلن ماشوم علي سینا تښتولی او بیا یې وژلی و.

محکومان جلیل احمد او عبدالوالسیع وروسته له دې په دار وخېژول شول چې ولسمشر کرزي د درې ګونو محکمو پرېکړه توشیح کړه.

 د اعدام په وخت د علي سینا نوروزي څو خپلوان او دغه راز څو تنه قضايي او عدلي چارواکي حاضر ول.

د علي سینا د تښتولو او وژلو په تور نژدې شل تنه نیول شوي دي خو محکمو یوازې دوه تنه په اعدام محکوم کړل.

د علي سینا مور نفیسې نبي زاده چې محبس ته د خپل زوی د قاتلانو د اعدام د لیدلو لپاره تللې وه، وویل، غوښتل یې چې د هغه چا مرګ په خپلو سترګو وویني چې د دې زوی یې وژلی دی.

دې هیله څرګنده کړه چې دا اعدامونه په هرات ولایت کې د تښتونو مخه ونیسي.

«ډېره خوشاله یم، خپل احساس نه شم بیانولی، فکر کوم اوس مې له اوږو د غمونو پېټی ليري شوی، هیله لرم دا کار به د اختطافونو مخه ونیسي او هغو کسانو ته به د عبرت درس ورکړي چې د افغانستان ماشوموان تښتوي.»

د علي سینا پلار نصیراحمد نوروزي د خپل زوی د قاتلانو د اعدام په اړه وویل چې دا کار د دې ښکارندوی دی چې په افغانستان کې عدالت په ځای کېږي.

ده دا هم وویل چې لا هم هیله لري چې محکمې به د ده د زوی نور قاتلان هم محکوم کړي.

علي سینا نوروزي، چې د هرات د یوه سوداګر زوی و، شاوخوا پنځه میاشتې پخوا د یرغمل نیوونکو له لوري وتښتول شو.

له دې پښې وروسته په سلګونو هراتیانو مظاهرې وکړې او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې د علي سینا قاتلانو ته سزا ورکړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: