په میدان وردګو کې پنځه وسله وال وژل او ژوبل شوي


د ميدان وردګو ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره ورځ ناوخته د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو غړی ذبیح الله ووژل سو او د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ملا خالد سخت ټپي سوی دی.

خبرپاڼه د یوه بل خبر له مخې ليکي چې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار دابراهیم خیلو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو غړو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دغه عملیاتو کې چې تېره شپه په یاده کې ترسره سول د حزب اسلامي یو غړی زلمی ووژل سو او همدا رنګه د دغه ګوند یو بل غړی نادر ټپي سو او همدا راز په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو غړی ملا توریال هم سخت ټپي سوی دی.

تر اوسه پوري ددي عملياتو او پېښو په اړه کومي دلي څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: