په ۲۰۱۲ کې د افغان ښځو پرخلاف تاوتریخوالی ۲۷٪ زیات شوی


د بخښنې نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې د تېر کال په پرتله له ښځو سره تشدد ۲۸ فیصده زیات شوی دی.

دا خبره د افغانستان په اړه د بخښنې د نړیوالې موسسې څېړونکې حوریې مصدق ازادي راډیو ته وکړه، ویې ویل: د بخښنې د نړیوالې موسسې په کالني راپور کې، چې عکسونه او ویدیوګانې هم ورسره شاملې دي، د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي موارد په مستند ډول وړاندې شوي دي.

دې همداراز وویل: یوازې د ۲۰۱۲ کال په اوو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پرخلاف د تشدد تر څلور زره زیاتې پېښې ثبت شوي چې د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۲۸ زیاتې دي.

حوریه مصدق وايي:

«دې راپور د وسله والو ډلو، یاغیانو او طالبانو له لوري له ښځو سره د بد سلوک او تبعیض موارد او همداراز د حکومت د وسله والو ځواکونو او نړیوالو قواوو سرغړونې په ګوته کړي دي.»

د بخښنې د نړیوالې موسسې د افغانستان د بشري حقونو د چارو څېړونکې حوریې مصدق زیاته کړه: په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په اړه او دغه راز په ټول افغانستان کې د رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو اندېښنې هم د دوی د موسسې په کالني راپور کې څرګندې شوې دي.

د بخښنې د نړیوالې موسسې عمومي منشي سالیل شیتي د ویدیويي تصویرونو په اړه، چې د دې موسسې له کالني راپور سره یوځای خپاره شوي دي، وویل: بشري حقونه یوه نړیواله مسله ده او پولې نه پېژني.

د ده په وینا، د نړۍ سیاسي مشران او نړیواله ټولنه باید مسوولیت په غاړه واخلي او د ملیونونو انسانانو د حقونو لپاره، چې د جګړو او ستونزو له کبله په خپلو هیوادونو کې د کور- اور پرېښودو ته اړ شوي دي، مسوولیت ومني.

«حکومتونه د خپلو اتباعو د حقونو د ساتنې لپاره جوړ شوي دي. خو داسي حکومتونه هم شته چې یو مخ د دې هدف خلاف کار کوي. دوی د خپلو اتباعو د حقونو سرغړونه کوي.»

د بخښنې نړیواله موسسه په داسي یو وخت کې په افغانستان کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالو د زیاتېدو راپور خپروي چې د همدې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې د ښځو پرضد د تشدد د مخنیوي د قانون پر تصویب موافقې ته ونه رسېده او په هغه کې د بدلون او غور لپاره یې یوه کمېټه وګومارله.

http://www.taand.com/news/id-40283/cid-1/%D9%BE%D9%87_%DB%B2%DB%B0%DB%B1%DB%B2_%DA%A9%DB%90_%D8%AF_%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86_%DA%9A%DA%81%D9%88_%D9%BE%D8%B1%D8%AE%D9%84%D8%A7%D9%81_%D8%AA%D8%A7%D9%88%D8%AA%D8%B1%DB%8C%D8%AE%D9%88%D8%A7%D9%84%DB%8C_%DB%B2%DB%B7%D9%AA_%D8%B2%DB%8C%D8%A7%D8%AA_%D8%B4%D9%88%DB%8C.html

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: