د پاڅونوالو پرخلاف د مقر په ځانمرګي برید کې د تلفاتو په اړه ضد ونقیض ادعاوې


د غزني ولایتي چارواکو تایید کړه چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د تېر ماښام په ځانمرګي برید کې د پاڅونوالو مشر حبیب الله خان او اووه تنه نور وژل شوي دي.

په دې برید کې، چې ویل کېږي د یوه کم عمره هلک له لوري شوی، څوارلس تنه نور ژوبل شوي دي.

د غزني ولایت چارواکي د حبیب خان وژنه تاییدوي خو وايي چې له ده سره ډېر نور عام خلک وژل شوي ځکه چې حمله د مقر ولسوالۍ په بازار کې وشوه.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وویل:« يوه ځانمرګي چې ويل کېږي، اتلس کلن به وو، د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ولسي پاڅون پر يو قومندان حبیب خان ځانمرګي برید وکړ. په پېښه کې قومندان حبيب، د هغه درې نور ملګري او درې تنه عام وګړي، چې ټول اووه تنه کېږي وژل شوي او څوارلس نور ژوبل دي.”

خو د مقر ولسوال صاحب خان بيا د وژل شویو کسانو شمېر پنځه او د ټپیانو شپاړس ښيي.

دی وايي، په بريد کې د ولسي پاڅون قومندان او د هغه دوه ساتونکي له دوو نورو عامو وګړو سره وژل شوي او شپاړس نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په مقر ولسوالي کې یې د اربکیانو موسس له ۱۱ نورو اربکیانو سره وژلی دی.

طالبان پاڅونوالو ته هم اربکیان وايي.

طالبانو په وروستیو کې د خپلو حملو پام ولسي پاڅونوالو او اربکیانو ته، چې چارواکي یې سیمه ییز پولیس بولي، اړولی دی.

ویل کېږي، په هغو سیمو کې چې سیمه ییز پولیس ایجاد شوي، د طالبانو ملا ماته شوې ده ځکه چې دا ځواکونه د ملي امنیتي ځواکونو په شان په کلیو او بانډو کې له عملیاتو وروسته بېرته خپلو مرکزونو ته نه ګرځي.

تر دې مخکې سږ کال وسله والو طالبانو په اندړ ولسوالۍ کې اوولس پاڅونوال وروسته له دې ووژل چې لومړی یې مسموم کړل.

اندړ لومړنۍ سیمه ده چې د طالبانو پرخلاف پکې پاڅون پیل شو او وروسته نورو سیمو ته وغځېد.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: