په زابل کي وسلوالو طالبانو یوپخوانی مخکښ مجاهد علاوالدین وژلی


دزابل دامنیی قومندانۍ دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وایی چي تیره ورځ وسلوالو طالبانو قلات ښار ته څيرمه د عمرخیلو په سیمه کي دزاپرخیلو اوترنک دسیمی پخوانی مخکښ مجاهد علاوالدین وژلی دی دامنیت امر وایی چي داکار په سیمه کي دیوطالب قومندان لخوا شو دی چي په خبره یې لاتراوسه پوري لادامالومه نده چي نوموړی وسلوالو طالبانو په کوم تور باندي وژلی دی

خوبل خوا په سیمه کي هم ځایی اوسیدونکي دوسلوالو طالبانو لخوا دعلاوالدین وژل مني اوووایي چي هغه دطالبانو لخوا لومړی غوښتل شوی اوبیا وژل شوی دی دا اوسیدونکي وایي چي علاوالدین نامی پخوانی مجاهد اوڅه موده مخکي دامریکا یی ځواکونولخوا په بګرام زندان کي ددریوکلونو دزندان تیرولو وروسته راخوشي شوی وو

په ورته وخت کي طالب ویاندي قاري یوسف احمدي ددوی لخوا دعلاوالدین وژل ردوي اووایی چي داکار دوی ندی کړی هغه په سیمه کي دخبریال ویب پاڼي همکارته په رالیږل شوي تلیفوني پیغام کي کښلي چي تیره ورځ دیاد ولایت دخاک افغان په والسوالۍ کي یوتن عظیم خان نامی امریکایی ځواکونو ته دجاسوسۍ په تور ددوی دملګرولخوا وژل شوی دی

داپداسی حال کي ده چي څو ورځي وړاندي هم دوسلوالو طالبانولخوا دقلات ښار دترنک دسیمي دوه تنه هلکان چي عمرونه یی د۱۴ کلونو په شاه اوخواکي وو حکومتي چارواکو ته دهمکارۍ په تور وژل شوي وو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: