د غزني په مرکز کې سخته جګړه روانه ده


راپورونه وايي، وروسته له دې چې وسله والو طالبانو د غزني ښار پر یو شمېر امنیتي پوستو نن ماښام برید وکړ، د دواړو خواوو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي دي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

غزني اوس د افغانستان تر ټولو ناامنه ولایت دی او اکثره ولسوالۍ یې کاملاً یا قسماً د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي تایید کړه چې د غزني د خوش، خاک غریبها او سنجک په سیمو کې، چې له ښار سره تړلې دي، جګړه روانه ده.

تاند ته شاهدانو وویل چې په دې جګړو کې نامالوم شمېر افغان او بهرني طالبان، چې ممکن شمېر یې تر سلګونو زیات وي، برخه لري.

دوی وویل چې په جګړه کې د راکټونو په شان له نیمه درنو او دغه راز سپکو وسلو کار اخیستل کېږي او د ښار اوسېدونکي یې سخت نارامه کړي دي.

تراوسه پوري، چې لا جګړه روانه ده، هیڅ لوري ته د مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړای شوی.

په غزني کې شاوخوا دوه زره پولنډي پوځیان مېشت دي خو ویل کېږي چې پولنډي پوځیان هڅه کوي چې ځان په جګړو کې زیات ښکئېل نه کړي.

په دغه ولایت کې محدود شمېر امریکايي پوځیان هم دېره دي او عموماً د دغو ځواکونو له لوري د طالبانو پرضد عملیات کېږي.

پرون او وړمه ورځ (جمعه او شنبه) د افغان او امریکايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې لږترلږه ۲۸ وسله وال طالبان ووژل شول او نژدې همدومره نور ژوبل شول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: