یوه ډله ځانمرګي بریدګردکابل په ښارکي ونیول شول


دافغانستان دامنیت لوی ریاست خبر ورکوي ،چي په کابل کي دتصفیوي عملیاتو په ترڅ کي دیوي شپږ کسیزي ډلې ځانمرګي بریدګروڅخه یوتن مړ اوپنځه تنه نورچي دسراج الدین حقاني په ګروپ پوري یې اړه درلوده،ونیول شول.
دملي امنیت مرستیال رسنیوته وویل،چي دکابل په اوولسمه حوزه کي دبغلان ولایت اوسیدونکی ملاتورګل په مشري دغه ځانمرګي کسان چي په یوه پت ځای کي یې شتون درلودي اونوروته یې دځانمرګیوبریدونولارښووني کولي .دکره مالوماتوله مخي دامنیت چارواکوته ددوی پته مالومه شوه اووروسته دیوي نښتي په جریان کي ونیول شول.هغه زیاته کړه چي دوی دنیولو په وخت کي مقاومت پیل کړي اودوسله والي نښتي وروسته یو تن یې مړاونور يې ژوندي ونیول شول.
دامنیت ریاست دمرستیال په وینا ددوی څخه پنځه واسکټونه چي هرواسکټ یې پنځه کیلوګرامه وزن درلودي،یو پیکا ماشیندار،څلورمیله کلاشنیکوفه دشلوشاجوروسره،یوراکیت،۱۳RPG7 لاسي بمونه،اته موبیل تیلفونونه دافغانستان اوپاکستان دسیم کارت سره اونوري تبلیغاتي پاڼي اونقشي لاسته راغلې دي.نیول شوي کسان دامنیت ریاست تر څیړني لاندي دي اوددوی دنوروملګرودڅرک په اړه پلټني روانې دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: