پکتيا: افغان ځواکونه د ٦ وسله والو د وژلو ادعا کوي


تېره شپه د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې، د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال ٦ وسله وال وژل شوي او د ياد ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې، بيا د هاوان د يوې مرمۍ د چاودنې له امله دوه د ملي اردو عسکر ټپيان شوي دي.

په سويل ختيځ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي دفتر وايي، تېره شپه افغان او بهرني ځواکونه د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې پر عملياتو بوخت وو، چې د يادې ولسوالۍ د سرکري په نوم سيمه کې وسله والو پرې بريد وکړ.

ياد دفتر زياتوي، چې له نښتې سره سمدستي ګډو ځواکونو  هوايي قواوو مرسته وغوښته، چې د بمبارد په پايله کې ٦ وسله وال ووژل شول، څو موټر سايکلونه، يو موټر لاسته  او د هغوى جسدونه هم د پېښې په سيمه کې پاتې شوي دي.

سرچينه دغه راز وايي، د يکشنبې په شپه د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ د شواک په نوم سيمه کې، د هاوان يوه مرمۍ راغلي او د چاودنې په نتيجه کې يې د ملي اردو دوه سرتيري ټپيان شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغه دواړو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: