دغزني قومي مشران :طالبان دي له جګړې لاس واخلي


د غزني ولايت د څلورو ولسواليو قومي مشران له وسله والو طالبانو غواړي له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي. د قره باغ، اندړو، ده يک او مقر ولسواليو د خلکو په استازيتوب شاوخوا اتيا تنه مخورو او سپين ږيرو، چې نن د غزني ښار ته راغلي وو وايي، چې نور له جګړې او ناامنۍ په تنګ او ستړي شوي دي. د قره باغ يوه قومي مشر خان محمد وايي، چې په تېره لس ګلنه جګړه کې طالبانو هيڅ لاسته راوړنه نه لرله. نوموړي وويل، په دې جګړه کې ټول زيان افغانانو ته ورسېد، ټولنيز او اقتصادي بنسټونه يې ونړېدل او پرمختګ په ټپه ولاړ دى. هغه زياتوي، چې طالبانو په دې جګړه کې د ملکي خلکو ژوند ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې، جګړه يې د کليو په منځ کې کړې، ماين يې د کلي په منځ کې اېښى او ځان يې په خلکو کې پټ کړى دى. هغه له وسله والو وغوښتل، چې نور له جګړې لاس واخلي او له خلکو سره په ګډه او امن کې ژوند وکړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: