د کندهار امنیه قومندان:د بلوچستان مدرسې تړل شوي چې زده کوونکي یې په افغانستان کې وجنګېږي


د کندهار امنیه قومندان وايي چې د ډیورند کرښې ته نژدې د بلوچستان ایالت ټولې مدرسې تړل شوي چې زده کوونکي یې افغانستان ته د جګړې لپاره لاړ شي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن په کندهار کې وویل چې د مدرسو طالبان، چې د ډېرو عمرونه یې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، هڅول شوي یا په ځینو مواردو کې اړ ایستل شوي چې په افغانستان کې وجنګېږي.

د کندهار امنیه قومندان همداراز ادعا وکړه چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له ورایه ښکاري چې د پاکستاني پوځیانو او ملېشه ځواکونو د پوستو ترڅنګ د طالبانو خیمې درول شوي.

ده دا هم وویل چې طالبان افغانستان ته رالېږل کېږي او له حملې وروسته بېرته دغو خیمو ته پناه وړي او هلته ترې پوښتل کېږي چې څه یې وکړل.

ده وویل چې له یوې میاشتې راهیسي د کوټې، کوچلاغ، چمن او ځینو نورو سیمو مدرسې په زوره تړل شوي دي.

جنرال عبدارازق دا هم وویل چې ایران هم، چې پخوا به یې په پټه او د پاکستان له لارې طالبانو ته وسلې ورکولې، اوس په ښکاره د نیمروز له لارې په طالبانو وسلې وېشي.

ده ادعا وکړه چې افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پنځه سوه میله ایرانۍ وسلې نیولي دي.

جنرال عبدالرازق دا هم وویل چې په تیره اوونۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ۵۱ وسلوال طالبان وژلي او شاوخوا

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: