میدان وردګو ولایت کې د څلورو وزیرستانیانو په ګډون دیارلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په دشتې اپای سیمه کې نن (سې شبنه ) شاوخوا لس بجې د څلورو وزیرستانیانو،یو عرب او درې سیمه ییز ځانمرګي برید کوونکي هغه مهال ووژل شول،کله یې چې غوښتل د یوه دوه سیټه ډاډسن موټر په واسطه مرکز میدان ښار ته د بریدونو په موخه ځآنونه راورسوي،چې له جملې څخه یې د یوه تن چاودیدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې یاد د نورو د نورو برید کوونکو توکې هم چاودیدلې او ټول وژل شوي دي .

همدا راز نن (سې شبنه ) د سیداباد ولسوالۍ په کوزجنګ جای سیمه کې د امنیتي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان درې تنه وژل شوي دي .

د وسله والو طالبانو دغه وژل شوی قوماندان چې عبیدالله نومیده او مشهور په متین وو،په میدان وردګو ولایت کې د سړک ترغاړې د ماینونو کېښودلو او په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو ته د اکمالاتو رسولو دنده پرغاړه درلوده .

اخوا په یاده ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي.

دغه وسله وال طالبان چې ورسره یو عراده موټرسایکل،چسپکي ماینونه،وسلې او نور تخریبي توکې هم نیول شوي د مګړۍ په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي او یوشمیر یې پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: