اچين کې د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون پيل شو


د ننګرهار د اچين په ولسوالۍ کې  د عبدالخېلو او عثمان خېلو قومونو د وسله والو طالبانو پرضد وسله وال پاڅون پيل کړي.helmand_468279647
د عبدالخېلو د قومي مشر ملک بندر وايې نن يې دغه پاڅو پيل کړي چې  په پاڅون کې ورسره د عبدالخېلو او عثمان خېلو قومونو نږدې دوه سوو تنو ګډون کړي دي.
بندر وايې د څو کلونو راهيسې يې په ولسوالۍ کې وسله وال پراخ شتون لري، چې دوي يې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

(( دا ډير کلونه وشو ، چې موږ د وسلوالو د شتون له کبله دلته ډير د مشکلاتو سره مخامخ وو ، نور دې ته مجبور شو چې پر ضد يې راپاڅو ))

په ختيځ کې دسرحدي پوليس د لومړي نمبر قوماندانۍ درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل هم د دغه پاڅون د پيل کيدو منښته کوي او وايې چې د يادې ولسوالۍ نږدې دوه سوه تنه د وسله والو پر ضد را پاڅېدلي دي.
د سرحدي لوا ياد چارواکي وايې  په دغې ولسوالۍ کې يې يو سرحدي کنډک ځاي پر ځاي دي که اړتيا پيدا شي نو د ولسونو سره يوځاي به د وسله والو ځپلو پسې را واخلي.
اچين د ننګرهار هغه نا ارامه ولسوالي ده، چې وسله وال طالبان پکې پراخ شتون لري.
د يادونې وړ ده تر دې وړاندې ددغه ولايت د دوربابا ولسوالۍ سلګونو اوسيدونکو هم د وسله والو طالبانو پرضد  وسله وال پاڅون کړي و

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: