بی پیلوټې الوتکې اته سخت دریځې وسله وال وژلي


مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو په شمالي وزیرستان کې ګڼ شمیر سخت دریځي وسله وال وژلي. د پاکستان یوه استخباراتي مقام رسنیو ته ویلي؛ چې دغه حمله د افغانستان پولې ته نژدې د وسله والو پر یوه نظامي مرکز شوې.
په شمالي وزیرستان قبایلي سیمه کې دولتي مقامات وايي؛ د بې پيلوټه الوتکو په تازه برید کې اووه تنه سخت دریځي وسله وال وژل شوي او یو نظامي مرکز يې په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.
له سیمې د ترلاسه شویو راپورونو له مخې؛ دا حمله بیګا ماخوستن د شوال په منګروټۍ سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز شوې.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې یوه امنيتي مسوول دخپل نوم نه ښوولو په شرط وویل؛ چې بې پيلوټه الوتکو په منګروټۍ سیمه کې پر هغه کور چې وسله وال په کې دیره ول څو توغندي وتوغول او په بشپړه توګه يې ویجاړ کړ.
د خبرځای د معلوماتو له مخې د برید پر وخت په دغه کور کې نامعلوم شمیر وسله وال جنګيالي دیره وو؛ چې د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه په کې د اوو تنو د وژل کېدا پخلی شوی.
خبرځای زیاتوي چې تر دې وخته لا د وژل شویو دهویت په باب دقیق معلومت ندي ترلاسه شوي.
بل خوا یوې بلې ځايي سرچینې ازادۍ راډيو ته وویل، چې شوال یوه له هغو سیمو ده چې؛ د ځايي وسله والو طالبانو ترڅنګ د القاعده ډلې جنګيالي هم په کې دیره دي.
پاکستان کې د می یوولسمې تر پارلماني انتخاباتو را وروسته دا دویم ځل دی چې؛ بې پيلوټه الوتکې پر وزیرستان حمله کوي.
په تیره حمله کې چې د مۍ پر وروستۍ ورځ شوې وه؛ د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال او مهم قوماندان ولي الرحمان په ګډون د دې ډلې څو تنه د سر سړي وژل شوي ول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: